طالبان به دوه میاشتې کښې جونو ته اجازت ورکړي چې ښوونځو ته لاړې شي: یونیسیف

باغي ټي وي رپورټ
د ملګري ملتونو ادارې یونیسیف په یو بیان کښې ویلي دي چې د افغانستان اسلامی امارت به ډیر زره ښځینه زده کوونکو ته اجازت ورکړي چې جونه سکولونو ته لاړې شي او خپلې زده کړې پیل کړي.
د ملګري ملتونو د یونیسیف ادارې مشر عمر عبدي په یو بیان کښې ویلي دي چې طالبان به زر د ۶ شپږم ټولګي نه تر ۱۰ ټولګي پورې ښځینه زده کوونکو ته اجازت ورکړي چې سکولونو ته لاړې شي او خپلې زده کړې جاري وساتي.
عمر عبدي چې د افغانستان دوره ی تیره اونې وکړه وایی چې د افغانستان د جنګ ځپلي ماشومانو د صحت ، زده کړې او خوراک په موضوع ی طالبانو سره خبري کړي دي او طالبان د جونو لپاره د زده کړې ماډل سیکنډري سکولونه جوړوي او په دوه میاشتې کښې به په دې سکولونو کار مکمل شی او جونه به زده کړې پیل کړي.
یاده دې وی چې طالبانو د جونو او نارینه په یو سکول او پوهنتون کښې په زده کړو بندیز لګولې دې او اعلان کړې دي چې د ښځینه زده کوونکو لپاره به بیل سکولونه جوړ کړي او جونه به زده کړې پیل کړي.
یاده دې وی چې د امارت اسلامی مشرانو د بیله بیل وزارتونه ښځینه کارکوونکو ته هم امر کړې دې چې دوی دې خپلو دفترو او وظیفو ته راځي او د اولس خدمت دې جاري وساتي.
م،م افغانستان کې د ښځو او بشر حقوقو د څارلو لپاره ځانګړې ډله ټاکي






