غني برادر د قزاقستان ځانګړي استازې سره ولیدل

0
47

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی ریاست د ریس الوزرا مرستیال مولوی عبدالغني برادر د قزاقستان هیواد د ځانګړي استازي په مشرۍ کشې ددې هیواد یو پلاوي سره ملاقات کړې او په دې لیدنه کښې یو شمیر موضوعاتو باندې ټینګار کړې دې.

د افغانستان اسلامی امارت د ریاست عمومي اداره امور د ټویټر پانړې یو خبر مطابق د امارت د ریس الوزرا ملا عبدالغني برادر د قزاقستان د اولس مشر خاص استازې یرجان قاضي خان سره ملاقات وکړو.
په دې ناسته کښې د قزاقستان د اولس مشر خاص استازې اوویل چې په دې سخت وخت کښې افغانستان نه شي هیرولې او افغان اولس سره به بشري مرستې وکړي، په دې موقع یرجان قاضي خان د غنی برادر اخوند ته د افغانستان اولس لپاره د ۵۰۰۰ پینځه زره ټنه د وړو سند هم وړاندې کړه او وې ویل چې دا مرسته به زر افغانستان اولس لپاره راولیږل شي.
په دې موقع د امارت اسلامی د عبوري حکومت نماینده د قزاقستان د اولس مشر نماینده مننه وکړه او د افغانستان ټول اولس له طرف نه ی ددې ښیګړې هم ستاینه او مننه وکړه.


څرګنده دې وی چې د افغان اولس سره د پاکستان اولس له طرف نه هم بشري مرستې روانې دي او یو څو ورځې وړاندې هم د تورخم او غلام خان بارډر باندې افغان چارواکو ته د پاکستان اولس له طرف نه بشري مرستې ډالۍ شوي. د برایټو پینټ پرایویټ لمټیډ شرکت له خوا افغان اولس سره د ۵۰ لکو روپې بشري مرستې وشوې.

په تورخم پوله افغان اولس ته بشري مرستې ولیږل شوې

Leave a reply