د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ا.ا.ا استازي به د مسکو ناسته کې ګډون وکړي

د ا.ا.ا چارو وزارت وايي چې د ا.ا.ا استازي به د مسکو ناسته کې ګډون وکړي
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په مسکو کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې ټاکل شوې د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو طا لب پلاوی د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.
(2021 / 10 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په مسکو کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې ټاکل شوې د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو طا لب پلاوی د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.
اړونده موضوعات:
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ا،ا،ا استازي به د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي
نوموړي زیاته کړې چې حنفي به د یو شمېر هیوادونو له استازو سره د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه ټاکل شوې د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۰مه نېټه تر سره شي.
دې غونډې ته یو شمېر نور افغان سیاسي لوري او سیمه ییز هېوادونه هم بلل شوي. په دې کنفرانس کې به د طالبانو د پلاوي مشري ملا سلام حنفي وکړي.
تر دې وړاندې د ا.ا.ا لۀ ملګرو ملتونو هم غوښتي ؤ چې د دوی استازي ته ملګرو ملتونو کې ونډه ورکړي؛ خو م،م د دوی دغه غوښتنه تر اوسه نده منلې.