د روسیې د بهرنیو  چارو وزیر ویلي چې د ا،ا،ا استازي به د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي

0
181

د روسیې د بهرنیو  چارو وزیر ویلي چې د ا،ا،ا استازي به د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي

تر دې یوه ورځ مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې وه چې طا لبان راتلونکې چهارشنبه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي. د طا لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې لا تر اوسه د دې غونډې په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

 

(2021 / 10 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، طا لبانو تایید کړه چې د مسکو د راتلونکې اوونۍ ناسته کې ګډون کوي.

د روسي رسنیو د راپور له مخې کابلوف دا هم ویلي چې طا لبانو لا د خپل پلاوي غړي نه دي اعلان کړي.

اړونده موضوع: 

د افغانستان اسلامي امارت پلاوی د روسيې په بلنه مسکو ته ځي

تر دې یوه ورځ مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې وه چې طالبان راتلونکې چهارشنبه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي. د طا لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې لا تر اوسه د دې غونډې په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

مسکو تېره مارچ میاشت هم د افغانستان په تړاو د یوې نړیوالې ناستې کوربه وو چې په کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان ځانګړو استازو برخه اخیستې وه.

Leave a reply