د ترانسپورټ وزیر: د کابل او اسلام آباد تر منځ الوتنې بېرته پیلېږي

د ترانسپورټ وزیر: د کابل او اسلام آباد تر منځ الوتنې بېرته پیلېږي
دغه وزارت وايي، په دې ليدنه کې د (پي آی اې) او اريانا افغان هوايي شرکت مسوولينو هم ګډون درلود، ياد وزارت زياتوي، چې ليدنه کې د هوايي او ځمکني ترانسپورت په برخه کې د شته ستونزو د هواري په اړه خبرې وشوې.
(2021 / 10 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزير، افغانستان کې د پاکستان له سفیر سره د (پي آی اې) هوايي شرکت د الوتنو د پيلېدو په تړاو خبرې کړې دي.
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ويلي، د دغه وزارت وزير ملا حميدالله اخندزاده پرون د پاکستان له سفير منصور احمد خان سره ليدلي دي.
اړونده موضوعات:
د پاکستان سفیر د افغانستان هوایی او ټرانسپورټ چارو وزیر سره ملاقات
دغه وزارت وايي، په دې ليدنه کې د (پي آی اې) او اريانا افغان هوايي شرکت مسوولينو هم ګډون درلود، ياد وزارت زياتوي، چې ليدنه کې د هوايي او ځمکني ترانسپورت په برخه کې د شته ستونزو د هواري په اړه خبرې وشوې.
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت زياتوي، په ليدنه کې د آريانا افغان هوايي شرکت، کاماير او (پي آی اې) هوايي شرکتونو د الوتنو د پيليدو په تړاو هم خبرې شوې دي.
ياد وزارت وايي، د ټکټونو د لوړو بيو د راټیټولو په اړه پرېکړه شوې، چې د يادو شرکتونه ګډ کاري ټيم به پرې کار کوي او بيې به يې نورمال حالت ته راټيټوي.
د یادونې وړ ده چې د (پي آی اې) شرکت وروسته تر هغه خپلې الوتنې کابل ته بندې کړې چې د ا.ا.ا لۀ دوی څخه وغوښتل چې د ټیکټونو بیې دې راټیټې کړي.






