د پاکستان سفیر د افغانستان هوایی او ټرانسپورټ چارو وزیر سره ملاقات

د هوایی ټکټ د قیمت کمولو په اړه خبرې اترې شوي دي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد د امارت اسلامی افغانستان هوایی او ټرانسپورټ چارو وزیر حمیدالله اخونزاده سره ملاقات کړې دې.

د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکي چې په دې ملاقات کښې ی د هوایی ټکټ په کمولو اړه خبرې اتري کړي او د یو بل هیواد سره په دې اړه د همکارۍ کولو ژمنه شوې ده چې د دواړه هیوادو مسافرو او نور بهر هیواد والو ته د کم قیمت هوایی ټکټ په شکل کښې اسانتیاوې ورکړو.
یاده دې وی چې د پي آیی شرکت له خوا د زیاتو روپو ټکټ په خرڅولو مسافرو او په ټولنیزو رسنیو شکایت شوې وو چې پرون بیا د پی آیی اې شرکت خپل پروازونه کابل ته وځنډول.
یاده دې وی چې د امارت اسلامی افغانستان د اړوند وزارت نه هم د افغانستان کام اییر لاینز او د پاکستان هوایی شرکت پی آیی اې ته د یوې مراسله په ذریعه ویل شوي وو چې دوی د مسافرو نه مناسب د ټکټ روپې واخلي او د مسافرو د مجبورۍ نه دې ګټه نه پورته کوي.
په دې مراسله کښې مسافر او نور خلقو ته هم ویل شوي وو چې که چرې دا شرکتونه په دوی ډیر قیمت سره هوایی ټکټ خرڅ کړي نوی بیا د د افغان د هوایی او ټرانسپورټ وزارت سره اړیکې ټینګې کړي چې بیا ددې شرکتونو خلاف قانوني کاروایی وشي.