د ا.ا.ا یو لوړ پوړی پلاوی ازبکستان ته لاړ 

0
235

د ا.ا.ا یو لوړ پوړی پلاوی ازبکستان ته لاړ 

د ا.ا.ا د ريس الوزرا د دويم مرستيال په مشرۍ يو پلاوی ازبکستان ته لاړ.

د دغه پلاوي غړی مولوي انعام الله سمنګاني وايي، چې ټاکل شوې په دغه رسمي سفر کې له ازبکستان هېواد سره د دوه اړخيزو او سوداګريزو اړيکو تر څنګ پر اقتصاد، امنيت او ځینې نورو مسايلو خبرې وشي.

 

(2021 / 10 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ا.ا.ا د ريس الوزرا د دويم مرستيال په مشرۍ يو پلاوی ازبکستان ته لاړ.

د دغه پلاوي غړی مولوي انعام الله سمنګاني وايي، چې ټاکل شوې په دغه رسمي سفر کې له ازبکستان هېواد سره د دوه اړخيزو او سوداګريزو اړيکو تر څنګ پر اقتصاد، امنيت او ځینې نورو مسايلو خبرې وشي.

په دغه پلاوي کې د روغتیا، اطلاعاتو او کلتور، برېښنا، لوړو زده کړو، افغانستان بانک، سوداګرۍ خونې، ترانسپورټ او ځينو نورو ادارو استازي شامل دي.

نوموړی وايي چې دا یوه ورځنی سفر دی او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په برخه کې مهم او اغېزناک ګڼل کېږي.

ازبکستان په سیمه کې د افغانستان ملګری هېواد ګڼل کېږي چې تل یې دلته د اقتصادي مسایلو تر څنګ د سولې او ثبات په راتګ کې هم همکارۍ کړې دي.

Leave a reply