فیصل بن فرهان: ایران به ټوله سیمه په خطرونو ډکه کړي
فیصل بن فرهان: ایران به ټوله سیمه په خطرونو ډکه کړي
فیصل بن فرهان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په وروستیو کې ایران او عربستان په خپلو کې د مذاکراتو له پیلېدو خبر ورکړی و او دواړو لورو ویلي وو چې دغه مذاکرات مثبت او ګټور وو.
(2021 / 10 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرهان په تازه څرګندونو کې ویلي چې ایران د ټولو هوکړو او قوانینو پر خلاف د یورانیمو غني کول زیات کړي او د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې دی.
هغه زیاته کړې چې که نړۍ د ایران مخه و نه نیسي نو دغه هېواد به ټولې سیمې ته خطرونه جوړ کړي چې بیا به یې کابو کول ګران کار وي.
هغه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره تر لیدنې یوه ورځ وروسته دا څرګندونې کړې او وایي خپلې ټولې اندېښنې یې له امریکا سره هم شریکې کړې دي.
فیصل بن فرهان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په وروستیو کې ایران او عربستان په خپلو کې د مذاکراتو له پیلېدو خبر ورکړی و او دواړو لورو ویلي وو چې دغه مذاکرات مثبت او ګټور وو.