د ملګرو ملتونو  امنیت شورا  په کندهار کې د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی دی 

0
103

د ملګرو ملتونو  امنیت شورا  په کندهار کې د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی دی 

 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کندهار کې د تېرې ورځې برید غندلی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري په یوه اوږده خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا په تېرو دوو اونیو کې په افغانستان کې په جوماتونو کې دویم برید دی چې ترسره کېږي.

سرچینه کاږي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټول غړي دغه ډول خونړۍ پېښې په کلکو ټکو غندي او له ټولو نړیوالو بنسټونو غواړي چې د ترهګریزو کړنو پر ضد هڅې همغږې کړي او د روان ناورین په پای ته رسولو کې همکاري وکړي.

 

اړونده موضوعات:

پۀ کندهار کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې دوی په هر نامه او هر ځای کې هر ډول ترهګري غندي او د پای ته رسولو لپاره یې په اقداماتو لاس پورې کوي.

د یادونې وړ ده چې د کندهار د تېرې ورځې برید د ملګرو ملتومو عمومي منشي انتونی ګوتریش او امریکا هم غندلی دی.

 

Leave a reply