په ګردیز ښار کښې په سرک د بیا رغونې کار روان دې

0
50

باغي ټي وي رپورټ
که یو طرف د افغانستان اسلامی امارت د مالی ستونزو او د نړيوال اقتصادي بندیزونو له وجهې مالی ستونزې لري خو بل طرف د امارت اسلامی افغانستان تر سیوري لاندې په دې هیواد کښې د عام اولس ته د اسانیاوې پیدا کیدو لپاره پرمختیایی کارونو هم روان دي.

د افغانستدن اسلامی امارت حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پانړه لیکلي دي چې د ګردیزښار کښې د آریانا پمپ سره په سرک باندې کار روان دې ، مجاهد لیکلی چې دا کار د ګریزولسوالۍ ترسیوري لاندې پیل شوې دې.
یاده دې وي چې د قطر په سفر کښې د امریکایی او اروپایی هیوادونو د سفیرانو سره په ځانګړې غونډه کښې د امارت اسلامی افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست مولوی امیر خان متقي غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کښې د پرمختایی پروژو د بیا پیل کولو لپاره دوی د مالي ستونزو سره مخ دي او نړۍ باید په افغانستان مالي او اقتصادي بندیزونو لرې کړي چې په دې هیواد کښې د عام اولس د خیرښیګړې لپاره دا منصوبې بیا پیل شي او چارې ی سرته ورسي.
د وي او اې ډیوه ریډیو یو رپورټ مطابق د افغانستان ۹.۵ ملیارده (نهه نیم اربه ډالر) کنګل شوي دي او د افغانستان حکومت او د افغانستان سوداګرو بیا بیا دا غوښتنه کوي چې د افغانستان کنګل شوې روپۍ دې افغانستان ته حواله کړې شې چې په دې هیواد کښې اقتصادي ستونزې هوارې شي او په دې هیواد کښې په پرمختیایی پروژو یو ځل بیا کار پیل شي.

Leave a reply