پاکستان طرف نه د افغان اولس لپاره ۱۴۸ ټنه وریژې ولیږل شوې

0
53

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم نن د پاک افغان د همکارۍ فورم له اړخه افغان اولس ته د ۱۴۸ ټنه وریژو نه ډګ ټ۴ ټرکونه حواله کړې شوی، دا بشري مرستې پاکستاني چارواکو افغان چارواکو ته حواله کړو.

یاده دې وی چې د پاک افغان د همکارۍ فورم د غړو له اړخه په دې سخت وخت کښې هم د افغان اولس سره بشري مرستې روانې دي او تر نن پورې د ۱۰۰۰ ټنه نه زیات خواراکي توکي او داروګان د افغان اولس ته د زمکې او د الوتکو په ذریعه د افغانستان بیله بیلو ولایتونو ته لیږلې دي.
په دې موقع د ننګرهار د کډوالو ریاست مشر مولوي شیرزاد رسنیو د پاکستان حکومت شکریه ادا کړه او غوښتنه ی وکړه چې په تورخم پوله دې د افغانستان د تاز میوو نه ډک ټرکونو ته زر اجازت ورکړې شي چې پاکستان ته داخل شي.
څرګنده دې وي چې د پاکستان حکومت د اول نه دا دریځ دې چې د افغان اولس سره دې بشري مرستې پیل شي ځکه چې د تیرو ۴۰ کالو نه دا اولس ډیر سخت زیانمند شوې دې او دا اولس مرستو ته اړتیا لري.

Leave a reply