هند د افغانستان په تړاو د سیمې د هیوادونو امنیتي سلاکارانو غونډه رابللې

0
59

د هند دولت د افغانستان په تړاو د روسيې، چین او پاکستان په شمول د سیمې هېوادونو امنیتي سلاکارانو غونډه رابللې ده.

 

هند پيشنهاد کړی دی چې دغه غونډه دې د نومبر په ۱۰مه او ۱۱ مې د دغه هیواد په پلازمېنه نوی ډهلي کې وشي.

 

تر دې دمه معلومه نه ده چې د افغانستان په اړه غونډې ته د افغانستان حکومت استازي غوښتل شوي دي که نه.

 

همدا راز د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان په تړاو د مسکو په غونډه کې چې د اکتوبر په شلمه کیدونکې ده، هم اشتراک کوي.

 

د افغانستان او هند تر منځ د نوي تحول وروسته روابط تر ډېره حده منقطع شوي دي.

 

هند د نوي حکومت د راتګ سره په کابل کې خپل سفارت وتړلو، د افغان اتباعو ویزې یې باطلې کړې، پروازونه يې لغوه کړل او له افغانستان یې عملا تجارت هم بند کړ.

 

د هند حکومت په لومړي ځل د نوي افغان حکومت له استازو سره د اګست په ۳۱مه دوحه کې وکتل او د مسکو غونډه به دوهم ځل شي چې نوی ډهلي او کابل به رسمي رابطه ټینګه کړي.

 

تمه ده چې افغان استازي به د مسکو په غونډه کې د هند د دولت سیاسي او امنیتي اندېښنې رفع کړي.

Leave a reply