د پاکستان تحریک انصاف کارکوونکو د ملکی ادارو او فوځ په ضد یو بل سازش افشا شوې او دروغ ثابت شوې دې

0
87

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف کارکوونکو د ملکی ادارو او فوځ په ضد یو بل سازش افشا شوې او دروغ ثابت شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
په فیسبوک او ټویټر کې یو شمیر پوسټونو ادعا کړې چې په لاهور کې د امریکا قونسل جنرال د پاکستان په شمالي سیمو کې د مارخور ښکار کړی او وروسته یې په ټولنیزو رسنیو کښې د خپل ځان د هغه مارخور یو عکس خپور کړی.
په لاندیني لنک کښې یو د پاکستان تحریک انصاف فعال دغه جعلي تصویر په خپل ټویټر پانړه خپور کړې دې. اصلي تصویر او ښکاري یو بل تن دې چې په تصویر کښې مخ پټ کړې شوي دې، د پی تي آیی فعالانو دغه تصویر فوټو شاپ کښې ترمیم کړې دې او د امریکا قونصل جنرال تصویر ی دې مارخور حیوان سره لګولې دې چې ښکاري چې دا مارخور حیوان دې ښکاري ښکار کړې دې خو په اصل کښې دا تصویر جعلي دې.

یو بل د پي ټي آیی ټویټر اکاونټ لرونکي هم دغه جعلي تصویر چې په فوټو شاپ کښې تیار شوې خپور کړې دې. اصلي تصویر د یو بل بهرنی هیواد یو تن دې. د خېبر پښتونخوا صوبې د چترال ضلعې یوه افسر هم جیوفیکټ ته تایید کړه چې لاندې اصلي عکس په چترال کې د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۱۰ اخیستل شوی او د امریکا یو ښکار ي ښيي چې د امریکا قونسل جنرال نه دی.

GeoFact Check د عکس چک کولو لپاره InVID، د جعلي عکسونو او ویډیوګانو تصدیق کولو پلیټ فارم هم کارولی.

دا هم څرګنده شوه چې په عکس کې د اصلي ښکار مخ لیرې شوی او د متحده ایالاتو د قونسل جنرال ویلیم مک نیویل مخ سره ځای په ځای شوی ترڅو دا تاثر ورکړي چې هغه پخپله حیوان ښکار کړی.

Leave a reply