پاکستان وايي چې د افغانستان نوی حکومت تر نورې نړۍ مخکې پۀ رسمیت نشي پېژندلی
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2021/12/20211110_123003-1.jpg)
پاکستان وايي چې د افغانستان نوی حکومت تر نورې نړۍ مخکې پۀ رسمیت نشي پېژندلی
د دۀ په خبره ټول په دې تمه دي چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په اړه سره را ټول شي او دلته د نوي حکومت پر وړاندې خپل دريځ روښانه کړي.
منصور احمد خان وایي د نړیوالې ټولنې تر پرېکړې وروسته به پاکستان هم خپل دریځ اعلان کړي.
(2021 / 12 / 12 / نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پاکستان وایي د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل په نړیواله ټولنه او د سیمې په هېوادونو پورې اړه لري.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان په یوازې ځان طا لبان په رسمیت نه شي پېژندلی تر هغه چې نړیوالې ټولنې په دې اړه پرېکړه نه وي کړې.
د دۀ په خبره ټول په دې تمه دي چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په اړه سره را ټول شي او دلته د نوي حکومت پر وړاندې خپل دريځ روښانه کړي.
منصور احمد خان وایي د نړیوالې ټولنې تر پرېکړې وروسته به پاکستان هم خپل دریځ اعلان کړي.
اړوند موضوعات:
پخواني ولسمشر ویلي چې د طالبانو پر رسمیت پېژندلو لپاره باید ډاډ ترلاسه شي چې دوی کورنی مشروعیت لري
پاکستاني لوري ویلي تر هغه ددې چارې امکان نشته چې طا لبان بشري حقونه رعایت نه کړي، نجونې ښوونځیو، پوهنتونونو او زده کړو ته لاړې نه شي او د نړیوالې ټولنې شرایط پوره نه شي.