پخواني ولسمشر ویلي چې د طالبانو پر رسمیت پېژندلو لپاره باید ډاډ ترلاسه شي چې دوی کورنی مشروعیت لري 

0
97

پخواني ولسمشر ویلي چې د طالبانو پر رسمیت پېژندلو لپاره باید ډاډ ترلاسه شي چې دوی کورنی مشروعیت لري 

حامد کرزي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني خو  دننه په هېواد کې هم افغانان باید د دې ډاډ ورکړي چې حکومت د ټولو استازیتوب کوي.

 

(2021 / 12 / 3 /    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي د نورو هېوادونو له خوا د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره اړینه ده لومړی دا ډاډ تر لاسه شي چې حکومت د ټولو استازیتوب کوي، په کور دننه قانوني مشروعیت لري او د دې لپاره په کار ده چې لویه جرګه جوړه شي.

حامد کرزي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني خو  دننه په هېواد کې هم افغانان باید د دې ډاډ ورکړي چې حکومت د ټولو استازیتوب کوي.

نوموړي پر لویه جرګه هم ټېنګار کړی چې د ده له نظره د افغانانو هیلې خوندي کولی شي. کرزي ویلي چې د طالبانو د حکومت ملاتړ دې وشي او نړیواله ټولنه هم باید راشي او رښتینې مرسته وکړي، خو لاسوهنه دې نه کوي.

اړوند موضوعات: 

واکنش حامد کرزی به اظهارات وزیر امر به معروف طالبان

هغه زیاته کړه، افغانان له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم او یا هم په یوه او بل نوم د بهرنیانو لاسوهنه نه غواړي.

حامد کرزي د افغانستان له ګاونډيانو او په ځانګړي ډول له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

کرزي په دغه مرکه کې دغه راز ویلي، چې د امریکایانو له خوا د بې پیلوټه الوتکو عملیاتو مخالف دی او که امریکایان افغانستان کې پوځي عملیاتو کوي نو دا ډېر ناسم کار دی.

Leave a reply