د سرۀ صلیب نړۍوالې کمېټې افغانستان کې د بشري وضعیت مخ پر خرابېدونکي باندې اندېښنه څرګنده کړې ده 

0
166

د سرۀ صلیب نړۍوالې کمېټې افغانستان کې د بشري وضعیت مخ پر خرابېدونکي باندې اندېښنه څرګنده کړې ده 

دغه انديښنې په داسې حال کې ښودل کيږي چې افغانستان په تیرو دوو لسیزو کې سختو وچکالیو ځپلی او د طالبانو په راتلو سره يې د افغانستان بانک د ميلیارډونو ډالرو په ارزښت شتمنی کنګل شوې ده.

 

(2021 / 12 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سره صلیب ادارې په افغانستان کې د مخ په خرابیدونکي بشري وضعیت او د مرستو له کمښت څخه خبرداری ورکړی دی.

د سره صلیب نړيوال فدراسیون د اسيا څانګې هم د اړمنو افغانانو د وضعیت په اړه انديښنه ښودلې ده.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ويلي چې د سره صلیب ټيمونو خلکو سره خپلې روغتیايي او حمایتي مرستې نه دې درولي، خو اکثره کورنۍ د را روان ساړه ژمي په میاشتو کې کافي اندازه خوړو، د ډیرو ابتدايي توکو د رانیولو له پاره پیسو او سرپناه ته لاسرسی نه لري.

اړوند موضوعات: 

اروپايي ټولنې یو ځل بیا لۀ افغانانو سره د بشري مرستې ډاډ ورکړی دی

دغه انديښنې په داسې حال کې ښودل کيږي چې افغانستان په تیرو دوو لسیزو کې سختو وچکالیو ځپلی او د طالبانو په راتلو سره يې د افغانستان بانک د ميلیارډونو ډالرو په ارزښت شتمنی کنګل شوې ده.

په عین حال کې د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د سرې مياشتې ټولنې هم د افغانستان د وضعيت په اړه انديښنه ښودلي.

Leave a reply