اروپايي ټولنې یو ځل بیا لۀ افغانانو سره د بشري مرستې ډاډ ورکړی دی

اروپايي ټولنې یو ځل بیا لۀ افغانانو سره د بشري مرستې ډاډ ورکړی دی
سرچینه وايي چې په افغانستان کې بشري وضعیت ورځ تر بلې ټرینګلی کېږي نو له همدې امله جدي اړتیا ده چې له افغان لوري سره تعامل ډېر شي او بشردوستانه مرستو ته لار هواره کړل شي.
(2021 / 11 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
د اروپايي ټولنې پر اوړوندو وېبپاڼه په خپرو شوو راپورونو کې راغلي چې له افغان لوري سره یې په دوحه کې دوه ورځې پرله پسې ناستې او لیدنې لرلې دي.
سرچینه وایي چې په دې لیدنو کې پر بېلو مسایلو خبرې شوې دي او تر ټولو ډېر ټینګار له افغانستان سره پر بشري مرستو او دې چارې ته د لارې پر پیدا کولو شوی دی.
د اروپايي ټولنې چارواکو ویلي چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او تر څنګ یې له افغان لوري سره خپلې اندېښنې هم شریکې کړې دي.
سرچینه وايي چې په افغانستان کې بشري وضعیت ورځ تر بلې ټرینګلی کېږي نو له همدې امله جدي اړتیا ده چې له افغان لوري سره تعامل ډېر شي او بشردوستانه مرستو ته لار هواره کړل شي.
اړوند موضوعات:
اروپايي ټولنه وايي چې افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ مخنیوی اړین دی
اروپايي ټولنې ویلي چې له دې لیدنو یې موخه د طا لبانو د نوي حکومت په رسمیت پېژندل نه دي، بلکې تر ډېره غواړي په افغانستان کې خپلو اندېښنو ته ځوابونه پيدا کړي.





