د سیلګرۍ او د صوبې په نور سیمو کې غیرقانوني ودانۍ جوړول بند کړې شي: وزیراعلی خیبرپښتونخوا

0
173

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان اړوند چارواکو ته لارښوونه کړي ده چې د کالام او کمراټ په شمول دې د صوبې په نورو د سیلګري او نورو ځايونو کې دې په غيرقانوني ودانيو جوړولو په سمدستي توګه د کار بندولو لپاره ضروري اقدامات وکړي شی او هیچا له دې اجازت ور نه کړي چې غیر قانوي ودانې جوړه کړي.

وزیراعلی د اړوند ادارو چارواکو سره یوه غونډه کې اړوند چارواکو ته امر کړې دې چې د ملاکنډ او هزاره ډويژنونو په ګډون په جنوبي ضلعو کې د سیاحتي ځایونو سره د نښلولو سړکونو جوړولو په منصوبو چې کوم کار روان دې ، په دې پروژو دې کار تیز کړې شی چې عام اولس او سیلګرو لپاره په دې سیمو کې اسانتیاوي پیدا شي.
وزيراعلي د خزانې محکمې چارواکو ته هدايات جاري کړل چې په صوبه كښې د پاكستان ټورزم ډويلپمنټ كارپوريشن د ريسټ هاوسونو قبضه كولو لپاره د ضرورت پاتې فنډونه دې زر تر زره جاري كړې شي تر څو دغه ريسټ هاوسونه بې له كوم ځنډه صوبو ته وركړې شي چې دا ځایونه صوبه د سیلګرانو د سهولت لپاره وکارول شي.

Leave a reply