د نوي کورونا وایرس اومي کورونا ناروغان زر صحتمند کیږي: د سویلي افریقې ډاکټران

Photo credit: Joao Silva/The New York Times
باغي ټي وي رپورټ
د سویلي افریقا د طبي ټولنې رییس ډاکټر انجلیک کویتزي په یو بیان کې ویلي دي چې د نوي کورونا وایرس اومي کرون په ناروغۍ اخته ناروغان لږې نښې لري او پرته له دې چې روغتون ته داخل شي روغ کیږي او کورونو ته لیږلې شي.
يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې ډاکټر کويټزي وويل په تيرو لسو ورځو کې يې دکرونا دنامعلومه نښو نښانو دشاوخوا ٣٠ مريضانو معاينه کړې ده، دغه ناروغان په غيرمعمولي ستړيا اخته وو.
د جیو نیوز یو رپورټ مطابق ډاکټر کویټي وویل چې د اکثرو ناروغانو عمرونه تر ۴۰ کلونو کم وو او نیمایي یې واکسین شوي نه وو.
هغې وویل، په ځینو ناروغانو کې د عضلاتو درد، د ستوني درد، وچ ټوخې او د تبې نښې وې.
هغه زیاته کړه چې د کورونا ویروس د نوي فشار شدت او پراخوالی لا نه دی مشخص شوی او دا چې د کورونا دا ډول ممکن لا دمخه په اروپا کې شتون ولري.






