د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د دوحې مذاکرات به مثبتې پایلې ولري 

0
126

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د دوحې مذاکرات به مثبتې پایلې ولري 

متقي دغه راز وایي چې په لیدنو کې د نوي حکومت په رسمیت پېژندل، د کنګل شوو شتمنیو ازادول، اقتصادي مرستې او د بشردوستانه مرستو دوام د بحث موضوعات وو. نوموړی دغه لیدنې ګټورې بولي او په خبره یې ښې پایلې به ولري.

 

(2021 / 11 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د دوحې مذاکرات به مثبتې پایلې ولري. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په خپاره کړي غږيز پیغام کې ویلي چې په وروستیو ورځو کې یې په دوحه کې له اروپايي ټولنې او قطري لوري سره ګټورې خبرې لرلې دي.

دده په وینا په دې لیدنو کې د اروپايي ټولنې اندېښنو ته ځواب ویل شوی او دغه هېواد ټینګار کړی چې له افغانستان سره به یې مرستې له سره پيلوي.

اړوند موضوعات: 

د طالبانو او امریکا ترمینځ په قطر کې مذاکرات پیل کیږي

متقي دغه راز وایي چې په لیدنو کې د نوي حکومت په رسمیت پېژندل، د کنګل شوو شتمنیو ازادول، اقتصادي مرستې او د بشردوستانه مرستو دوام د بحث موضوعات وو. نوموړی دغه لیدنې ګټورې بولي او په خبره یې ښې پایلې به ولري.

متقي دغه راز وایي چې دوی له نړۍ سره خبرو او تعامل ته ادامه ورکوي او دا به ددې سبب شي چې د نړیوالو اندېښنې رفع شي او له افغانستان سره د دوی مرستې دوام ولری.

Leave a reply