اروپايي ټولنه وايي چې افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ مخنیوی اړین دی 

0
69

اروپايي ټولنه وايي چې افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ مخنیوی اړین دی 

د اروپایي کمیسیون رییسې اورسولا فون در لاین ویلي چې اروپایي ټولنه باید په افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ او بشري بحران مخنیوي برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او دغه هېواد ته د بشري مرستو د دوام ملاتړ وکړي.

 

(2021 / 11 / 27  نېټه باغي ټلویزیړن)

بشپړ راپور 

د اروپایي کمیسیون رییسې اورسولا فون در لاین ویلي چې اروپایي ټولنه باید په افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ او بشري بحران مخنیوي برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او دغه هېواد ته د بشري مرستو د دوام ملاتړ وکړي.

نوموړې که څه هم ویلي چې دوی به په افغانستان کې رامنځته شوی نظام په رسمیت ونه پېژني خو د بشري بحران مخنیوي برخه کې به خپلې هڅې دوامداره وساتي.

اړوند موضوعات: 

 د سیګار د راپور پۀ اساس افغانستان لۀ سترو اقتصادي ننګونو سره مخ دی 

نوموړې دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي پلاوی د اروپایي ټولنې او امریکایي پلاوي سره د خبرو لپاره دوحې ته تللی دی او د مذاکراتو اجنډا یې د افغانستان د ملي پانګې خلاصون، د اقتصادي بحران مخنیوی او افغانستان ته د بشري مرستو دوام بلل شوې ده.

Leave a reply