پاکستان تحریک انصاف به بلدیاتی انتخاباتو کښې کلین سویپ کوی:صدیق آفریدی

0
163

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف د ضلع خیبرجمرود تحصيل چيئرمېن شپ لپاره په بلدیاتی ټاکنو کې اميدوار صديق آفريدي د پي ټي آئي لسګونو کارکنانو او اميدوارانو سره جمرود پريس کلب کښې يوي خبري غونډي ته وينا کښې اوويل چي دوي به د خيبر ضلعې بلدياتي انتخابات په غټه کچه وګټی. هغه اوویل پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) په خيبر ضلع کښې د ميرټ په بنياد ټکټونه ورکړي وو او د خيبر ضلعې بلدياتي انتخاباتو کښې به په غټه ماتي سره وګټي.
په دغه دستوره کښې د پاکستان تحریک انصاف مشرانو الحاج سید رحیم آفریدی، خان رحمان آفریدی، محمد نواز آفریدی، شفیق آفریدی او شهزاد آفریدی نه علاوه ګڼ شمیر کارکنانو هم ګډون اوکړو. هر ډول قرباني وکړئ.
ده ووئيل چې پاكستان تحريك انصاف د هېواد حالات ښه كولو ته تياره ده او د مافيا په ضد جنګېږي په كوم كښې چې پي ټي آئي له ستونزو سره مخ ده خو ښې ورځې راروانې دي۔د تنظيم اهل سنت والجماعت جماعت او قبائيلي اولس د دوي ملاتړ لري نو دوي به کلين سوئپ کوي او په دې لړ کښي به ټاکنيز کمپاين شروع کړي او د انتخابي کمپائن به ګړندئ کړي۔

Leave a reply