پکتیا ولایت کې د دوو کونیو تر منځ جګړه کې یو تن مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي

پکتیا ولایت کې د دوو کونیو تر منځ جګړه کې یو تن مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي
په پکتیا ولایت کې د طالبانو د چارسمبالي حکومت د اطلاعات او کلتور رییس، خالقیار احمدزی رسنیو ته ویلي چې دا نښته د جمعې ورځې سهار نهه بجې، د لیندۍ په شپږمه نېټه، د دې ولایت ځاځي منګل ولسوالۍ «سرواڼي خیلو» کلي کې رامنځته شوې ده.
(2021 / 11 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په پکتیا ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې په پایله کې، یو تن وژل شوی او پينځه نور ټپیان دي.
په پکتیا ولایت کې د طالبانو د چارسمبالي حکومت د اطلاعات او کلتور رییس، خالقیار احمدزی رسنیو ته ویلي چې دا نښته د جمعې ورځې سهار نهه بجې، د لیندۍ په شپږمه نېټه، د دې ولایت ځاځي منګل ولسوالۍ «سرواڼي خیلو» کلي کې رامنځته شوې ده.
د احمدزي په وینا، دا نښته د طالبانو له رسېدو سره پای ته ورسېده او دا موضوع تر څېړنې لاندې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دوې اوونۍ مخکې د دې ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو تر منځ په نښته کې یو ځوان چې نوی یې واده کړی ؤ ووژل شو.
د یادونې ده چې د افغانستان لۀ مختلفو سیمو وخت نا وخت د کورنیو تر منځ د نښتو لۀ امله ورته پېښې رامنځته کېږي.



