بدخشان ولایت کې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د کتابونو نندارتون جوړ شو
بدخشان ولایت کې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د کتابونو نندارتون جوړ شو
د دې نندارتون رامنځته کوونکو رسنیو ته ویلي چې هره ورځ خپل پېردونکي له لاسه ورکوي او د دې ولایت اوسېدونکې له کتابه لرې شوي دي، نو له همدې امله یې په اوونۍ کې دوه ځله دا نندارتون په لاره اچولی.
(2021 / 11 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو د چارسمبالي حکومت له رامنځ ته کېدو درې میاشتې وروسته، په بدخشان ولایت کې د لومړي ځل لپاره د واټ پر سر د کتابونو نندارتون جوړ شو.
دا نندارتون د فرهنګیالانو په ګډون کولو سره د شنبې په ورځ، د لیندۍ په شپږمه نېټه، د بدخشان ولایت په مرکز، فیض آباد ښار کې، جوړ شو.
د دې نندارتون رامنځته کوونکو رسنیو ته ویلي چې هره ورځ خپل پېردونکي له لاسه ورکوي او د دې ولایت اوسېدونکې له کتابه لرې شوي دي، نو له همدې امله یې په اوونۍ کې دوه ځله دا نندارتون په لاره اچولی.
د هغوی په وینا، دا برنامه یوازې د کتاب پلورلو لپاره نه ده او تر دې ډېره معنوي اړخ لري او کتاب ته د خلکو د نږدې کولو لپاره رامنځته شوې ده.
په همدې حال کې د نندارتون یو لیدونکی، سید نور الله باعث، وایي: «خلک له اقتصادي پلوه د کتاب پېرلو وس نلري، نو خلک د دې ډول برنامو ډېر ښه هرکلی کوي.»
دا نندارتون په داسې حال کې په لاره اچول کیږي چې یو شمېر کتاب پلورونکي په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو سره د خپل کاروبار له پڅېدو شکایت لري.