د سیګار د راپور پۀ اساس افغانستان لۀ سترو اقتصادي ننګونو سره مخ دی

د سیګار د راپور پۀ اساس افغانستان لۀ سترو اقتصادي ننګونو سره مخ دی
سیګار په خپل تازه راپور کې د افغانستان د اقتصادي کړکېچ يو شمېر علتونه ښودلي چې پکې د طالبانو د واکمنېدو وروسته يو شمېر نړيوالو ادارو د افغانستان سره مالي مرستو سره تړلي دي.
(2021 / 11 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د بیارغونې لپاره د څار امریکايي بنسټ يا سيګار ويلي، د افغانستان اقتصاد د طالبانو د واکمنېدو سره نور هم خراب شوی دی.
سیګار په خپل تازه راپور کې د افغانستان د اقتصادي کړکېچ يو شمېر علتونه ښودلي چې پکې د طالبانو د واکمنېدو وروسته يو شمېر نړيوالو ادارو د افغانستان سره مالي مرستو سره تړلي دي.
سیګار ویلي د افغانستان اقتصاد روان ساتل د طالبانو لپاره ستونزمن کار دی.
د سیګار په راپور کې راغلي، له طالبانو وړاندې افغان حکومت هم د اقتصادي کړکېچ سره مخ وو ځکه چې د افغانستان کورنی اقتصاد دومره نه وو چې بهر ته دې په زیاته کچه صادرات ولري.
اړوند موضوعات:
م،م وايي چې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره سیاسي حل ته اړتیا ده
راپور کې راغلي په افغانستان کې ۹۰ سلنه اقتصاد غېر رسمي دی چې حکومت ته ترې ماليه نه ورځي.
د نړيوالو مرستو له بندېدو سره سره سږ کال وچکالۍ هم په اقتصادي ستونزو کې راځي او د کرونا وبا له امله هم د افغانستان اقتصاد ډېر ځپل شوی دی.






