م،م وايي چې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره سیاسي حل ته اړتیا ده
م،م وايي چې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره سیاسي حل ته اړتیا ده
ملګري ملتونه په دې خبر دي چې د دې ستونزې د حل لپاره یوازې یوه لار کافي نه ده او افغانستان ته په کافي اندازه د نغدو پیسو لیږلو لپاره باید د څو لارو چارو نه کار واخیستل شي.
(2021 / 10 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د میلیونونو کسانو لپاره د خیریه مرستو رسولو لپاره پوره نغدې پیسې نشي انتقالولای.
د ملګرو ملتونو یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره سیاسي حل لارو ته اړتیا ده.
ملګرو ملتونو ویلي چې یوه لار د افغانستان د نړیوال بانک نه کار اخیستل دي چې پیسې پکې ذخیره کیدی شي خو موضوع د بیمې ده.
اړوند موضوعات:
افغانستان باید لۀ بد اقتصادي څخه وژغورل شي
ملګري ملتونه په دې خبر دي چې د دې ستونزې د حل لپاره یوازې یوه لار کافي نه ده او افغانستان ته په کافي اندازه د نغدو پیسو لیږلو لپاره باید د څو لارو چارو نه کار واخیستل شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د پیسو د نړیوال وجهي صندوق نه غوښتي چې افغانستان ته د پیسو لیږلو په هکله دې په میکانیزمونو او یا د قانون آسانه کولو موافقه وکړي.
ملګرو ملتونو څو ځله خبرداری ورکړی چې د افغانستان اقتصاد د سقوط په ګړنګ ولاړ دی او که دا کار وشي ښایي د مهاجرت ستونزه لا پراخه شي.