امریکا لۀ افغانستان سره ۱۴۴ میلیونه ډالره بشري مرسته اعلان کړه

0
83

امریکا لۀ افغانستان سره ۱۴۴ میلیونه ډالره بشري مرسته اعلان کړه

دغې امریکایي چارواکې څرګنده کړې، له دې اضافي مرستې سره په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو اندازه په سیمه کې د افغان کډوالو په ګډون ۴۷۴ میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده چې د مقدار په اندازه تر بل هر هیواده زیاته ده.

 

(2021 /  10 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا اعلان وکړ چې له افغانستان سره به نوې ۱۴۴ میلیونه ډالره بشري مرسته وکړي.

د امریکا د ملي ‌امنیت شورا ویاندې ایمیلي هورن په یوې بیانیه کې ویلي دي د امریکا دا مرسته به د خپلواکو بنسټونو له لارې په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو په ګډون له ۱۸.۴ میلیونو افغانانو سره د مرستې لپاره ځانګړي شي.

نوموړې ویلي، چې د واشنګټن دغه ۱۴۴ میلیون ډالري مرسته به د امریکا شریکان په دې قادر کړي چې اړو کسانو ته صحي خدمات، خوراکي مواد، د څښاک اوبه او نورې لومړنۍ مرستې برابر کړي.

اړوندمو موضوعات: 

قطر:.نړیوال دې ژر تر ژره له افغانستان سره بشري مرستې پيل کړي

دغې امریکایي چارواکې څرګنده کړې، له دې اضافي مرستې سره په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو اندازه په سیمه کې د افغان کډوالو په ګډون ۴۷۴ میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده چې د مقدار په اندازه تر بل هر هیواده زیاته ده.

امریکا په داسې حال کې د دغې مرستې اعلان کوي چې میلیونونه افغانان د مرستو له رسیدو پرته، په راروان ژمنې کې له فقر او ګڼو مشکلاتو سره مخ کیدای شي.

Leave a reply