قطر:.نړیوال دې ژر تر ژره له افغانستان سره بشري مرستې پيل کړي

0
69

قطر:.نړیوال دې ژر تر ژره له افغانستان سره بشري مرستې پيل کړي

قطر وايي نړیوال دې ژر تر ېره افغانستان سره بشري مرستې پیل کړي.

 

(2021 / 9 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)

قطر وايي نړیوال دې ژر تر ېره افغانستان سره بشري مرستې پیل کړي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني په مسکو کې له خپل روسي سیال سره د خبرو پر مهال وویل، چې که دا ځل په افغانستان کې وضعیت ترینګلی کېږي نو ددغه هېواد هېڅ ګاونډی به هم خوندي نه وي. نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ چې ژر تر ژره له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او په دې توګه د یوه پېښېدونکي ناورین مخه ونیسي. بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې له افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو اړتیا ده او په خبره یې په دغه هېواد کې رامنځ ته شوی بشري وضعیت بوږنوونکی دی. قطر بیا وايي چې نړیوال دې سیاسي وضعیت ته له پام پرته له دغه هېواد سره مرسته وکړي او بشري مرستې دې نه مشروطوي.

Leave a reply