وال سټرېټ ژورنال: د افغانستان پۀ اړه د سي آی اې وړاندوینه غلطه وه
وال سټرېټ ژورنال: د افغانستان پۀ اړه د سي آی اې وړاندوینه غلطه وه
د امریکا استخباراتي ادارو په راپورونو کې د طالبانو له لوري د کابل ښار د چټک نیولو اټکل نه و شوی.
وال ستریټ ژورنال وايي، د امریکا د څلورو کلیدي استخباراتي ادارو د نږدې ۲۴ راپورونو مواد یې ترلاسه کړي چې په اکثرو کې وړاندوینه شوې چې طا لبان به کابل ونیسي، خو هیڅ یوه دا اټکل نه و کړی چې دا کار به په داسې حال کې چې امریکايي پوځیان لا هلته موجود ول، د اګست په نیمايي کې کېږي.
(2021 / 10 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان په اړه د امریکا د استخباراتي ادارو د ترسره شويو وړاندوينو د ناسم ثابتيدو راپور دقيق شو.
وال سټريت ژورنال په يوه تازه راپور کې ويلي، چې د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې، د ملي استخباراتو ریاست او د بهرنیو چارو وزارت د استخباراتو ادارې د افغانستان د تېر حکومت د پرزېدو په اړه د هغه څه خلاف وړاندوینه کړې وه، چې پېښ شول.
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې، د دغو ادارو استخباراتي معلومات ترلاسه کړي او پر اساس یې وايي چې د طا لبانو د واکمنېدو په اړه د امریکا د استخباراتي ادارو محاسبې ناسمې وې.
د امریکا استخباراتي ادارو په راپورونو کې د طالبانو له لوري د کابل ښار د چټک نیولو اټکل نه و شوی.
وال ستریټ ژورنال وايي، د امریکا د څلورو کلیدي استخباراتي ادارو د نږدې ۲۴ راپورونو مواد یې ترلاسه کړي چې په اکثرو کې وړاندوینه شوې چې طا لبان به کابل ونیسي، خو هیڅ یوه دا اټکل نه و کړی چې دا کار به په داسې حال کې چې امریکايي پوځیان لا هلته موجود ول، د اګست په نیمايي کې کېږي.
د ورځپاڼې پر اساس، د اشرف غني د حکومت د سقوط په اړه په ټولو وړاندوینو کې ویل شوي وو چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به دا پېښه کېږي.
په امريکا کې د افغانستان د جمهوري نظام ناڅاپي سقوط، چې طالبانو سره د دوحې تړون یې یو اساسي علت ګڼل کېږي، له سختو نيوکو سره مخ شوی دی.