افغانستان باید لۀ بد اقتصادي څخه وژغورل شي 

0
181

افغانستان باید لۀ بد اقتصادي څخه وژغورل شي 

افغانستان باید له اقتصادي سقوط وژغورل شي، سي بي ایس نیوز په یوه راپور کې ویلي چې دمګړی په افغانستان کې بشري ناورین د رامنځ ته کېدو په حال کې دی نو له همدې امله ددې جدي اړتیا ده چې دغه هېواد له اقتصادي سقوط وژغورل شي.

(2021 /  10 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغانستان باید له اقتصادي سقوط وژغورل شي، سي بي ایس نیوز په یوه راپور کې ویلي چې دمګړی په افغانستان کې بشري ناورین د رامنځ ته کېدو په حال کې دی نو له همدې امله ددې جدي اړتیا ده چې دغه هېواد له اقتصادي سقوط وژغورل شي.

اړوند موضوعات:

م،م: افغانستان کې همدا مهال ۹۷ سلنه خلک د خوړو نشتون سره مخ دي 

په دې راپور کې راغلي چې زرګونه کسان دمګړی د ژوند کولو لومړنیو اسانتیاوو ته اړتیا لري، د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او مرستندویه موسسې هم یوازې دومره مرسته ورسره کوي چې د څو ورځو لپاره ژوندي پاتې شي.

سرچینې ته د چارو پوهانو ویلي چې نړیواله ټولنه باید افغانستان له اقتصادي سقوط وژغوري، ژر تر ژره دې له اړمنو سره مرستې پيل کړي او د احتمالي بشري ناورین مخنیوی دې وکړي.

Leave a reply