اتوپیاتي ځواکونو هوايي برید کې ۱۲ کسه وژلي دي

0
146

اتوپیاتي ځواکونو هوايي برید کې ۱۲ کسه وژلي دي

  د یادې پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د ایتوپیا د ارتباطاتو وزیر لجس ویلي دي‌ چې برید په یوه نظامي‌ هدف شوی دی.

 

(2021 / 10 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د تیګري سیمې په مرکز مکله کې د ایتوپیایي پوځیانو په هوایي برید کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي‌او ۲۱ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، د تیرې یوې اوونۍ راهیسې په تیګري سیمه کې د ایتوپیا د هوایي ځواکونو په برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.

ایتوپیایي پوځیانو ویلي هغوی د آزادي‌ غوښتونکو تیګري ځواکونو د تجهیزاتو د ساتلو یوه سیمه په نښه کړې ده. د تیګري سیمې اوسېدونکو ویلي چې په دې بریدونو کې چې د سهار په پنځو بجو وشول د استوګڼې یوه سیمه په نښه شوې ده.

د یادې پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د ایتوپیا د ارتباطاتو وزیر لجس ویلي دي‌ چې برید په یوه نظامي‌ هدف شوی دی.

Leave a reply