د برښنا شرکت کارکوونکي د معاشونو د نۀ ورکړې لۀ امله کاربندیز اعلانوي
د برښنا شرکت کارکوونکي د معاشونو د نۀ ورکړې لۀ امله کاربندیز اعلانوي
برېښنا شرکت خپلو کارکوونکو ته د امارت په واکمنۍ کې د یوې میاشتې معاشونه ورکړي، خو دا چې د دې شرکت معاشونه ډېر لوړ دي، نو اقتصادي شورا به د معاشونو اړوند خپلې بررسۍ پرمخ وړي او بیا به پرېکړه کوي.
(2021/ 10 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د برېښنا شرکت کارکوونکو پرېکړه کړې، چې سر له سبا شنبې ورځې به د معاشونو نه ورکړې په غبرګون کې د اعتراض په ډول کاربندیز اعلان کړي.
د دې شرکت یو شمېر کارکوونکو د نوم نه ښودلو په شرط خامه پرس ته ویلي، چې د تېرو درېیو میاشتو راهیسې یې معاشونه نهدي اخیستي، په داسې حال کې چې ډېریو دولتي شرکتونو خپلو کارکوونکو ته معاشونه ورکړي دي.
دوی ټینګار کوي، چې برېښنا شرکت خپله بودجه لري او د ميزان مياشتې له پيل څخه یې تر اوسه ورځني عايدات په اوسط ډول ۸۰ مليونه افغانۍ دي، چې له مخې کولای شي د کارکوونکو معاشونه اجرا کړي، خو په خبره یې تر اوسه هم د دوی د معاشونو برخلیک نامالوم دی.
دغه کارکوونکي ادعا کوي، چې برېښنا شرکت غواړي د دوی معاشونه تر پخوا څو چنده کم کړي.
دوی خبرداری ورکړی چې سر له سبا به کاري اعتصاب کوي او تر هغه خپل اعتصاب ته دوام ورکوي، چې د معاشونو برخلیک یې نه وي روښانه شوی.
د برېښنا شرکت عملیاتي رییس صفي الله احمدزی هم په دې شرکت کې د معاشونو د اجراه په برخه کې شته ستونزې مني، خو وایي چې د رهبرۍ غړي د دې ستونزې په حلېدو بوخت دي.
ښاغلي احمدزي خامه پرس سره په خبرو کې وویل:
” برېښنا شرکت خپلو کارکوونکو ته د امارت په واکمنۍ کې د یوې میاشتې معاشونه ورکړي، خو دا چې د دې شرکت معاشونه ډېر لوړ دي، نو اقتصادي شورا به د معاشونو اړوند خپلې بررسۍ پرمخ وړي او بیا به پرېکړه کوي.”
د نوموړي په خبره، امارت غواړي چې د ټولو دولتي شرکتونو معاشونه یو شان شي، ځکه د معاشونو د ورکړې لړۍ ځنډېدلې ده.
په افغانستان کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته د ګڼ شمېر دولتي ادارو چارې په ټپه ودرېدې، که څه هم طالبانو د ځینو ادارو د کارکوونکو معاشونه ورکړي خو لا هم په لسګونه داسې دولتي ادارې شته چې کارکوونکو یې خپل معاشونه نهدي ترلاسه کړي.