چین افغانستان ته د ۳۰ ملیونو ډالر مرسته لیږي

باغي ټي وي رپورټ
د چین هیواد د بهرنیو چارو وزیروانګ یی د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق نه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره دې دې هیواد سره مالي مرستې بیا پیل کړي.
د رایټر خبري آژانس یو رپورټ مطابق په اګست میاشت کښې په افغانستان کښې د طالبانو حکومت راتلو سره نړیوال بانک د افغانستان ملیاردونه ډالر کنګل کړل او په افغانستان نورې اقتصادي بندیزونه هم ولګیدل خو په افغانستان کښې بشري مرستې جاري دي.
په افغانستان د اقتصادي بندیزونو له وجهې د افغانستان اقتصاد ډیر بد متاثر شوې دې، بانکونه د پیسو د نشتوالي او کمولي له وجهې مالي ستونزو سره مخ دي، د حکومتي اهلکارو معاشونه نه دي ورکړل شوي او په هیواد کښې روانې پرمختیایی پروژو باندې کار هم ودریدلې دې.
د رپورټ مطابق د پیسو نړیوال صندوق په سه شنبه ورځ ویلي دي چې ټاکل شوې د افغانستان اقتصاد سږ کال تر ۳۰ سلنې پورې قرارداد کړي
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې چین به افغانستان ته د ۳۰ میلیونه ډالرو بېړنۍ بشري مرستې ولېږي ، وانګ د امریکا او نورو اروپایی هیوادونو څخه وغوښتل چې د افغانستان نه دې یو اړخیز بندیزونه لرې کړي او د روغتیا نړیوال سازمان دې افغانستان سره مرستې وکړی چې افغانستان وکولې شي چې د کورونا په ضد مبارزه وکړي.






