په فاریاب کښې د جومات امام اووژل شو

0
194

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان فاریات ولایت نه داسې خبر په رسنیو کښې چاپ شوې دې چې ددې ولایت په خیبر ولسوالۍ کښې د یو جومات امام ناڅرګنده وسله والو په ډزو ویشتل او وژلې دې.

د باختر خبري آژانس یو رپورټ مطابق د فاریاب ولسولۍ په خیبر ولسوالۍ کښې د جومات امام مفتي بسم الله په ډزو اووژل شو، د اسلامی امارت مشران وایی ددې پیښې نه پس ی یو تن نیولې دې چې پلټنې ترې روانې دي.
یاده دې وي چې په دې لنډو څو ورځو کښې په ننګرهار او یو شمیر نور ولایتونو کښې هم ناڅرګنده کسانو ځایی کسان وژلي دي، د ننګرهار نه هم داسې رپورټونو شایع شوي وو چې په دې ولایت کښې د څو کسانو مړي موندل شوی وو خو بیا وروسته معلومه شوې وه چې دې کسانو داعش ډلې سره اړیکې لرلې.
دا خبره هم د یادونې ده چې اسلامی امارت سرتیرو څو ورځې وړاندې هم په هرات کښې غلا او نور داسې کسان نیولی او بیا وژلې وو چې د خلقو په تښتولو کښې ی لاس لرل، ددې کسانو مړي ی هم بیا په چوک کښې را زوړند کړي وو خو ددې پیښې نه پس بیا د اسلامی امارت مشرانو مراسله جاري کړه چې د عدالتي حکم پرته دې مجرمانو ته ښکار سزا ور نه کړي.

Leave a reply