په فراه ولایت کښې اړمنو کورنیو سره مرستې وشوي
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د کډوالو چارو ریاست د مشرانو د معلوماتو له مخې د ملګری ملتونو د د کډوالو د عالي کمشنرۍ له اړخه په فراه ولایت کښې د اړمنو افغان کورنیو سره نغدې مرستې شوي دي.
د معلوماتو تر مخې ۱۹۶ اړمنو او د جنګ ځپلو کورنیو سره نغدې مرستې وشوې ، په دې موقع افغان کورنیو د اسلامی امارت او د ملګری ملتونو ادارې څخه مننه وکړه چې د ژمې په پیل کیدو سره ی دوی سره مالي مرستې وکړې.
د اسلامی امارت د فراه د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، ۱۱۱ کورنیو کښې د هرې یوې کورنې ته ۱۴۰ ډالر، ۸۴ کورنیو ته ۲۹۰ ډالره او نورو افغان اړمنو کورنیو ته ۱۱۰ ډالر نغدې مرستې ورکړې شوې.
په دې موقع اړمنو افغان کورنیو د اسلامی امارت او د ملګري ملتونو د نمایندګانو څخه مننه وکړه چې دوی سره ی نغدې مرستې وکړې.
یاده دې وی چې ملګري ملتونو په افغانستان کښې د انساني ناورین رامخې ته کیدو خبردارۍ هم ورکړې دي او غوښتنه ی کړې ده چې د افغان اولس سره دې د ژمې پیل کیدو نه وړاندې بشري مرستې وشي.
د یادونې وړه ده چې پرون د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ هم یو بیان جاري کړې وو چې د افغانستان نه دې اقتصادي بندیزونه لرې کړی شی او د افغانستان کنګل شوې پیسې دې هم بحال کړې شي، د چین له اړخه افغانستان سره د ۳۰ ملیونه ډالرو مرستې اعلان هم وکړو، وانګ زیاته کړې چې مرستې به زر افغانستان ته ولیږل شي.
کمیشنری عالی سازمان ملل متحد برای ۱۹۶ خانواده بیبضاعت و جنگزده در ولایت فراه کمک نقدی کرد.
به گفته مسوولان ریاست مهاجرین و عودت کنندگان-فراه برای هر یک از ۱۱۱ خانواده ۱۴۰ دالر، برای هر یک از ۸۴ خانواده ۲۹۰ دالر و برای یک خانواده دیگر ۱۱۰ دالر توزیع شد. pic.twitter.com/19a9z5OfF1— BNA Pashto (@bnapashto) October 29, 2021