ایران کې د اوبو د کمښت لۀ امله پراخ لاریونونه شوي دي
ایران کې د اوبو د کمښت لۀ امله پراخ لاریونونه شوي دي
لاریون کوونکي وايي چې امنيتی ځواکونو تېره ورځ د زاينده سيند پر غاړه د دوی خيمو ته اور اچولی او د دوی د خپرولو هڅه يې کړې خو ايراني چارواکي وايي له کروندګر سره هوکړې ته رسېدلې دي.
(2021 / 11 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ايران په اصفهان ښار کې د اوبو د کموالي له امله خلکو لاریون کړی.
لاریون کوونکي وايي چې امنيتی ځواکونو تېره ورځ د زاينده سيند پر غاړه د دوی خيمو ته اور اچولی او د دوی د خپرولو هڅه يې کړې خو ايراني چارواکي وايي له کروندګر سره هوکړې ته رسېدلې دي.
د اصفهان ښار امنیتي چارواکو ویلي، لاریونونه باید سوله ییز وي، خو ځینې کسان په لوی لاس غواړي دخلکو ذهنونه ګډوډ کړي.
په ورته وخت کې د فارس خبري اژانس خبر ورکړی چې تېره شپه د اصفهان ولايت په ختيځه سيمه کې د يزد ولايت د اوبو د لېږد پايپ د دويم ځل لپاره ویجاړ شوی دی.
اړوند موضوعات:
هالنډ کې د کرونا لۀ وجې د محدودیتونو پر ضد خلکو پراخ لاریونونه کړي دي
د يزد د بحران د مديريت مرکزي دفتر هم ويلي چې دغه ولايت ته اوبو د لېږد پايپونه ويجاړ شوي دي.
له اصفهان څخه يزد ته د اوبو لېږد د اصفهان ولايت د کروندګرو له اعتراضونو سره مخ شوی، دوی په دې باور دي چې د دوی کرنيزې اوبه يزد ته لېږدول کېږی.






