نړيوال هیوادونه باید افغانستان یواځې پرې نه ږدي

باغي ټي وي رپورټ
د دعوت اسلامی تنظیم پلاوي د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره په یو ملاقات کې په ډاګه کړې ده چې دعوت اسلامی یو غیرسیاسی تنظیم دې او د اسلامی تبلیغ سره سره دا تنظیم د خیرښیګړې په چارو او خدمتونو کې هم برخه اخلي.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق د جمعې په ورځ شاه محمود قریشي سره د دعوت اسلامی یوې اته کسیزه پلاوي ملاقات وکړو ، په دې ملاقات کې د دعوت اسلامی غړي او مشرانو كښې حاجي يوسف سليم، احتشام عطاري، سليم بلال، محمد عمران، آصف پولاني، اختر اسماعيل او يوسف سليم شامل وو.
د دعوت اسلامی مشر حاجي سليم عطاري خارجه وزير ته ووئيل سېلاب، قدرتي آفاتونه په خاص توګه د كرونا وباء په مهال دعوت اسلامي تنظیم د متاثره خلقو سره ښه مرسته کړې ده. نوموړی قریشي ددې نه هم خبر كړو چې دعوت اسلامي د “تھيلسيميا فري پاکستان” په فلاحي منصوبه هم کار پیل کړې دې او د تھيلسيميا رنځورانو ته د وينې 42 زره بېګز عطيه كړې شوې دي۔
په دې ملاقات کې شاه محمود قرېشي ووئيل چې د افغانستان د 38 مېليونه آبادۍ هېواد دے٬د تېرو دوه كالو راهسې دا هیواد د خوراکی توکو د کمی او شمیر نور بشري ستونزو سره مخ دي، قریشي زیاته کړه چې ضرورت د دې خبرې دې چې د بشري خواخوږۍ په بنياد افغان اولس سره په بیړني توګه بشري مرسته وشي. خارجه وزير په دې موقع اوویل چې مونږ د افغان وګړو معاونت لپاره نړيوالې ورورولۍ سره پرله پسې په تماس كښې يو، قریشي اوویل چې مونږ دا توقع لرو چې نړيواله ورورولي به د پخوا په ښان غلطي و نه کړه او افغانستان به یواځې پرې نه ږدي.




