ټانک کې په پولیو ټیم برید، نن یو بل اهلکار اووژل شو

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د ټانک شاده ګره کلي کې ترهګرو د پوليو په ټيم بريد کړی چې له امله يې په ډيوټي د پوليسو کانسټيبل نذير احمد شهيد شوی دی.
دپوليسو چارواکو وينا ده چې دپيښې اطلاع ترلاسه کيدو سره دپوليسو په گڼ شمير کې گډون دپيښې ځايې ته رسيدلى اؤ دشهيد اهلکار جسد يې هسپتال ته رسولى اؤ امنيتي ځواکونو سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ د لټون عمليات يې پيل کړي دي.
د يادونې ده، چې د پوليو د کمپاين په درېيمه ورځ دا دويم بريد دى، د مشرق نیوز رپورټ مطابق تېره ورځ هم د دې ولسوالۍ په چهدره کلي کې ناپېژاندو وسله والو د پوليو ټیم سره په امنيتي اهلکارو بريد کړى و، چې له امله يې يو پوليس وژل شوى اوبل اهلکار ټپي شوې وو.






