د سرۀ صلیب نړۍواله کمېټه وايي چې د شپږ زره افغان روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي

د سرۀ صلیب نړۍواله کمېټه وايي چې د شپږ زره افغان روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي
بلخوا هغه روغتیايي کارکوونکي چې په کابل او ځینو ولایتونو کې یې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري معاشونه اخیستي وایي، چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو او ان تر روغتون پورې د راتګ لپاره یې هم پیسې نه لرلې.
(2021 / 12 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نړیوال سور صلیب د ۶ زره روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي.
د نړیوال سره صلیب د مطبوعاتي برخې مسوولینو ویلي چې دوی په افغانستان کې دمګړی شاوخوا ۲۳ دولتي روغتونونو ته د روغتیايي توکو په رسولو بوخت دي او تر څنګ یې د شاوخوا ۶ زره روغتیايي کارکوونکو د معاشونو ورکړه پيل کړې ده.
دغه کمېټه وايي چې په هېواد کې د روغتیايي نظام د ساتلو لپاره خپلې هڅې پراخوي او غواړي شته ګواښونه تر یوې کچې راکم کړي.
سرچینه کاږي چې دوی د څو نورو میاشتو لپاره هم دغه فعالیت پراخوي او تر دې دمه یې شاوخوا ۱۵ روغتونونو ته صحي توکي برابر کړي دي.
اړوند موضوعات:
سور صلیب وايي چې نړيواله ټولنه دې د ا.ا سره تعامل وکړي