عمران خان د ګوادر ماهي نیوونکو د غوښتنو لپاره مهم اعلان کړې دې
باغي ټي وي رپورټ
وزیراعظم عمران خان د اتوار په ورځ په ګوادر کې د ماهي نیوونکو کسانو د غوښتنو نوټس اخیستی او ډاډ یې ورکړی چې د قاچاق وړونکو لخوا د غیرقانوني کب نیولو په ضد به سخت کاروائي کیږي.
عمران خان ویلي دي چې ما د ګوادر د محنتي کب نیوونکو د مشروع غوښتنو یادونه کړې ده. لومړي وزیر په ټویټر کې وویل چې د غیرقانوني ماهي نیوونکو لخوا د غیرقانوني کب نیولو پروړاندې به قوي اقدام وکړي.
د اې پي پي رپورټ مطابق عمران خان دوی ته ډاډ ورکړې چې په دې اړه به د بلوچستان له اعلی وزیر سره هم خبرې وکړي.
د رپورټ مطابق په ګوادر کې د ماهیانو د د قاچاق وړونکو لخوا د غیرقانوني کب نیولو له امله د ځایی کب نیونکو په معیشت باندې بد اثر شوې دې او په ګوادر کې ځایی ماهی نیوونکو له لوری احتجاج هم شوې وو.