وفاقی وزیر اسحاق ډار وایی که صدر پاکستان د فوځ سرلښکر په ټاکنه کښې خنډ راولي نو مونږ سره پلان بی هم شته

0
48

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې که صدر په مهمو تقررونو کښې خنډ راسي نو مونږ يو پلان بي لرو

په يو بيان كښې اسحاق ډار وئيلي دي چې په دواړو پوسټونو د ميرټ په بنياد د ټاكلو فيصله د ستاينې وړ ده، الله دې په هغو كسانو رحم وكړي چې نوې ذمه وارۍ په غاړه اخلي۔

د مالیې وزیر وویل چې د پاکستان د پوځ په دوو مهمو پوستونو به تقررۍ د نومبر تر ۲۸مې ترسره شي، که ولسمشر په تقررونو کې خنډ شي نو موږ هم یو پلان لرو.
ده ووئيل چې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ د چيئرمېن تقرر به د نومبر د 27مې نېټې نه وړاندې كولې شي او دواړه تقررۍ به په دوه بېلو ورځو كې كولې شي نو هيله ده چې د نومبر تر 28مې نېټې به ټوله پروسه بشپړه شي۔

بل لوري ته دمسلم ليګ (ن) سينيټر عرفان صديقي وئيلي دي چې څه بايد کيدل پخوا هم شوي دي، عمران خان دخپلو اطاعتي کارکنانو په غږولو سره خپله ماتې خوره کول غواړي، صدر علوي بايد ددغه ۷۵ کلن تاریخ دې د مهره جوړیدو دې منفي روايت په اړه بايد زر ځله سوچ وکړي.
…………….
اړوند خبرونه

جنرال عاصم منير د نوي پوځ مشر او جنرال ساحر شمشاد د جوائنټ چيف د مشر ټاکلو پریکړه شوې ده

لفټننټ جنرال عاصم منیر چې په کله په مدینه منوره کښې د لفټننټ کرنیل په توګه ګمارل شوې وو نو الته ی قرآن پاک حفظ کړې وو

وفاقي حکومت د لفټننټ جنرال عاصم منیر په دنده برقرار ساتلو منظوري ورکړې ده

لفټننټ جنرال عاصم منیر چې کله عمران خان ته د هغه د کورنې غړیو د کرپشن ثبوتونه کیښودل نو د هغې ورځې څخه د عمران خان او د هغه ترمینځ ستونزه پیدا شوه

د پاکستان اولس مشر ډاکټر عارف علوي به د عمران خان سره مهمې لیدنې لپاره لاهور ته سفر وکړي

د نومول شوي چيئرمېن جوائنټ چيفس لېفټېننټ جنرل ساحر شمشاد په دندې او خدمت ته لنډه کتنه

شنونکي وایی چې صدر عارف علوي که هر څومره کوشش وکړي، هغه د پوځ د مشر د ټاکنې سمري نه شي واپس کولې

Leave a reply