شنونکي وایی چې صدر عارف علوي که هر څومره کوشش وکړي، هغه د پوځ د مشر د ټاکنې سمري نه شي واپس کولې
باغی ټي وي رپورټ
سينير خبريالان او شنونکي وايي چې ولسمشر عارف علوي په قانوني توګه د پوځ مشر او چيئرمېن جوائنټ چيفس په اړه د وزيراعظم د مشورې لنډيز نه شي ردولی.
جيو نيوز سره خبرو کې حامد مير وويل صدر عارف علوي هر څومره کوشش وکړو دغه فيصله واپس نۀ شي اخستې، هغه دغه سمري يواځې تر ٢٢ؤ ورځو پورې ځنډولې شي.
ده ووئيل عارف علوي نه يوازې د عمران خان ملګرے دے، هغه د پي ټي آئي سره تعلق لري، هغه د پاكستان د پوځ لوي درستيز هم دى، د هغه د لرې كولو په مهال په هند كښې لويه جشن ولمانځل شو۔
بل لوري ته سينئر خبريال او شنونکي انصار عباسي وئيلي دي چې صدر عارف علوي په قانوني توگه دغه فيصله نۀ شي بدلولى، هغه يواځې ځنډ کولى شي خو دا به ډيره خطرناکه وي، اوس عاصم منير د راتلونکو دريوؤ کلونو لپاره دپاکستان دپوځ مشر دى. هیڅوک نشي بدلولی.
د چارو شنونکی منیب فاروق وايي، د ولسمشر دفتر سیاسي نه دی، هغه د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان دی، باید داسې عمل وکړي.
………………..