د نومول شوي چيئرمېن جوائنټ چيفس لېفټېننټ جنرل ساحر شمشاد په دندې او خدمت ته لنډه کتنه

0
79

باغی ټي وي رپورټ
حکومت د ليفټننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا د چيئرمېن جوائنټ چيفس ټاکلو فيصله کړې ده۔

ليفټننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا خپل پوځي کيرئر د سندهـ ٨ ريجمنټ سره پيل کړو اؤ د پي ايم اے څخه د تربيت بشپړولو وروستو د پاکستان پوځ کې شامل شو په داسې حال کې چې جنرال ساحر د څلورو ستورو جنرالانو په ليست کې دوهم ؤ.
ليفټننټ جنرال ساحر شمشاد مرزا د ۲۰۲۱م کال د سپټمبر نه د راولپنډۍ کور کمانډر وو، هغه د ۲۰۱۹م په جون کې د چيف آف جنرل سټاف په حيث وټاکل شو او د لنډې مودې لپاره د جي ايچ کيو ايډجوټينټ جنرل په توګه هم دنده ترسره کوله.

ليفټننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا په اکتوبر 2018 کې وائس چيف آف جنرل سټاف وټاکل شو، هغه د 2015 څخه تر 2018 پورې د ډي جي ملټري اپريشنز په توګه دنده ترسره کړې.
ډګرجنرال ساحر شمشاد مرزا د TTP او نورو ترهګرو ډلو پر ضد د عملیاتو څارنه کوله او په بین الافغاني خبرو کې یې هم فعاله ونډه درلوده.

ليفټننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا هم د ګلګت بلتستان ريفارمز کميټۍ برخه وه، هغه د جي او سي ٤٠ انفنټري ډويژن اوکاړه کې هم دنده ترسره کړې وه، هغه د پخواني آرمي چيف جنرل (ر) راحيل شريف په مهال د ملټري اپريشن ډائريکټر جنرل وو.

ساحر شمشاد دا مهال د پاکستان د پوځ په راولپنډۍ کې د لس قول اردو د قول اردو قوماندان دی.

Leave a reply