لفټننټ جنرال عاصم منیر چې کله عمران خان ته د هغه د کورنې غړیو د کرپشن ثبوتونه کیښودل نو د هغې ورځې څخه د عمران خان او د هغه ترمینځ ستونزه پیدا شوه
باغی ټي وي رپورټ
سينئر خبريال او شنونکي شاهزيب خانزاده وئيلي دي چې عمران خان نه غوښتل چې عاصم منير د پوځ نوی مشر شي.
جيو نيوز سره خبرو کې شاهزيب خانزاده وويل تحريک انصاف دا ټوله مسله دعاصم منير په وجه متنازعه کړې ده، عمران خان وئيلي دي چې ددوي ستونزه دا نۀ ده چې څوک آرمي چيف کيږي بلکې ستونزه دا ده چې عاصم منير دې د فوځ سرلښکر جوړ نه شي.
ده ووئيل چې عمران خان عاصم منير ډېر خوښ كړو نو هغه يې ډي جي آئي اېس آئي جوړ كړو، هغه 6 مياشتې په دې عهده وو، بيا خبرونه راغلل چې عاصم منير د عمران خان مخې ته ثبوتونه وړاندې كړې كوم چې د بني ګاله او د هغه د كورنۍ سره تعلق لري او عمران خان ته ی اوویل چې کوم رقم کرپشن روان دې، جنرال عاصم تمه درلوده چې عمران خان به اقدام وکړي، خو عمران خان د جنرال عاصم پر ضد اقدام وکړ او هغه یې له دندې لرې کړ.
شاهزيب خانزاده وويل چې له همدې امله عمران خان نه غوښتل چې عاصم منير د پوځ مشر شي ځکه چې دا د اصولو نه بلکې د هغه شخصي مسله وه چې د هغه وخت ډي جي آئي ايس آئي ثبوتونه ساتلي وو کوم او د کرپشن دا ثبوتونو عمران خان خوښ نه او هغه ی د آیی ایس ای د مشر څوکۍ څخه لرې کړو.
………………..