هغه افسر چې پر عمران خان ی د برید په اړه پلټنې کولې ،بدل شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
په وزيراباد کې عمران خان باندې د بريد پلټنو کوونکې افسر انسپکټر رانا امتياز ته سپارل شوی دی.
د جے آئي ټي زرائعو ترمخه د ګريډ 18 افسر انور شاه د نوي تحقيقاتي افسر په توګه ټاکلې شوې دې۔
دسرچينو ترمخه انور شاه د اينټي کرپشن لاهور دڅانگې مشر ټاکل شوى اؤ دتحقيقاتو ټول اسناد هم نوي تحقيقاتي افسر ته سپارل شوي دي.
سرچينې وائي چې انور شاه د جي آئي ټي کنوينر سي سي پي او لاهور په سفارش د تحقيقاتي افسر په توګه ټاکل شوى دى.
سرچينه زياتوي، چې د څېړنو پر مهال تر دې دمه د پېښې له ځايه ۳۶ عدلي او قضايي شواهد راټول شوي او د بېلابېلو توکو ۳۱ پارسلونه د شواهدو د ازموينې لپاره عدلي طب ته لېږل شوي دي.
سرچينه دا هم وايي، چې د پېښې له ځايه موندل شوي د تورنو بوټانو او د وينې بېلابېل نمونې هم عدلي طب ته لېږل شوي دي. د دې نه علاوه په وينو ککړ کالي، د مرمۍ مرمۍ هم عدلي طب لابراتوار ته استول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د قضيې د پلټنو وروستى لوري به د فارنزک لابراتوار له راپور وروسته مشخص شي.
…………………