د پاکستان اولس مشر ډاکټر عارف علوي به د عمران خان سره مهمې لیدنې لپاره لاهور ته سفر وکړي

0
53

باغی ټي وي رپورټ
صدر مملکت ډاکټر عارف علوي به نن لاهور ته ځي چې د پاکستان تحریک انصاف چیئرمین عمران خان سره ملاقات وکړي.

د صدر هاوس د ذرائعو ترمخه عارف علوي به نن ماسپښين څلور بجې اسلام آباد نه لاهور ته ځي او صدر عارف علوي به نن مازيګر څلور بجې زمان پارک کښې عمران خان سره ملاقات کوي۔
سرچينې وايي، چې دوى به د يوې ځانګړې الوتکې په وسيله لاهور ته رسېږي او په لاهور کې د ولسمشر عارف علوي ځانګړي پروتوکول هم ورته خبر شوى دى.

سرچينې وائي دصدر عارف علوي اؤ عمران خان ترمينځ ليدنه کې به په مهمو مقرريو غور کيږي.
ياده دې وي چې د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان يو شخصي ټي وي ته په يوه مرکه کښې وئيلي وو چې که د آرمي چيف د تقررۍ سمري ورته راغله نو صدر عارف علوي به زما سره مشوره کوي او په دې اړه په پریکړه کوي.
…………………

Leave a reply