جنرال عاصم منير د نوي پوځ مشر او جنرال ساحر شمشاد د جوائنټ چيف د مشر ټاکلو پریکړه شوې ده

0
43

باغی ټي وي رپورټ
حکومت ليفټننټ جنرال عاصم منير د پوځ د نوي مشر په توګه ټاکلو پرېکړه کړې ده.

د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په ټوېټر خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې وزيراعظم د پوځ د نوي مشر په توګه د لېفټېننټ جنرال سيد عاصم منير او لېفټېننټ جنرال ساحر شمشاد مرزا د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ د مشر په توګه د ټاكلو فيصله كړې ده۔
د وفاقي کابينې د غونډې وروستو ميډيا سره په خبرو کې خواجه آصف وويل دپوځ سرلښکر او دجمهوررئيس جوائنټ چيفس سمري جمهوررئيس ته ليږل شوې ده نو جمهوررئيس يې بايد منظور کړي ترڅو کوم اختلاف رامينځته نۀ شي.

ددفاع وزير وئيلي دي چې دعمران خان سره دصدر په مشوره به تبصره نۀ کوي، په دې اړه يې ټويټ کړى دى، هوايي، بحري او پوځ دې متنازع نۀ کړل شي، هيله لرم چې جمهوررئيس به دا اختلاف نۀ کوي اؤ مشوره به منظوره کړي.
ليفټننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا خپل پوځي کيرئیر د ٨ سندهـ ريجمنټ سره شروع کړو او د پي ايم اے نه د ټريننګ مکمل کولو وروستو د پاکستان پوځ کښې شامل شو په داسې حال کښې چې جنرل ساحر د څلورو ستورو جنرلانو د سينارټي ليسټ کښې دويم نمبر دے.

ډګرجنرال ساحر شمشاد مرزا د ۲۰۱۲م کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې د راولپنډۍ د قول اردو قومندان دی، نوموړی د ۲۰۱۹ کال په جون میاشت کې د لوی درستیز په توګه په دنده وګمارل شو او د لنډې مودې لپاره یې د جی ایچ کیو د اډجټنټ جنرال په توګه هم دنده ترسره کوله.

ليفټننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا په اکتوبر 2018 کې وائس چيف آف جنرل سټاف وټاکل شو، هغه د 2015 څخه تر 2018 پورې د ډي جي ملټري اپريشنز په توګه دنده ترسره کړې.
…………………………

Leave a reply