لفټننټ جنرال عاصم منیر چې په کله په مدینه منوره کښې د لفټننټ کرنیل په توګه ګمارل شوې وو نو الته ی قرآن پاک حفظ کړې وو

باغی ټي وي رپورټ
د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډه شوې چې پکښې ليفټننټ جنرل عاصم د آرمي چيف په توګه ټاکلو منظوري ورکړې شوې ده۔
وفاقي حکومت د ليفټننټ جنرل عاصم منير د آرمي چيف په توګه د تقرر سمري د منظوري لپاره صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ته استولې ده۔
د لیفټیننټ جنرال عاصم منیر دندې ته یوه کتنه
ليفټننټ جنرل عاصم منير د منګله ټريننګ سکول نه پاس آوټ شو او په فوځ کښې فرنټيئر فورس ريجمنټ کښې کميشن ترلاسه کړے شو۔
هغه د پوځ د اوسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د پوځ کمانډ په شمالي سيمو کې د بريګيډير په توګه په غاړه واخيست، په ۲۰۱۷ کال کې د ملټري انټلي جنس ډي جي او د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې د آی ايس آی مشر وټاکل شو، چې د لنډې مودې لپاره يې دغه دنده ترسره کړه. وخت
ليفټننټ جنرل عاصم منير د آئي ايس آئي د مشري نه پس د ګوجرانواله کور کمانډر او دوه کاله پس په جي ايچ کيو کښي د کوارټرماسټر جنرل په حيث تعينات شو او اوس هم په همدي پوسټ کار کوي۔
ليفټننټ جنرل عاصم منير به اولني آرمي چيف وي چا چې په ملټري انټليجنس او آئي ايس آئي کښې خدمتونه کړي وي، جنرل عاصم منير به اولني آرمي چيف وي چي د اعزاز توره ورکول کيږي۔
عاصم منیر په مدینه منوره کې د ډګروال په توګه د دندې پر مهال قرآن کریم حفظ کړی وو.
…………….






