صدر او وزيراعظم سره چيئرمېن جوائنټ چيفس آف سټاف جنرل نديم الوداعي ملاقات وكړو

0
163

باغی ټي وي رپورټ
د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل نديم رضا وزيراعظم شهباز شريف او اولس مشر عارف علوي سره الوداعي ملاقات وكړو۔

وزيراعظم شهباز شريف د وطن دفاع او پوځ لپاره د جنرال نديم رضا د خدماتو ستائنه وكړه۔
دجنرال ندیم رضا سره خبرو کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي ټول ولس د پاکستان لپاره ستاسو په خدماتو فخر کوي، تاسو د یو باوقار او باصلاحیته افسر په حیث CJCSC ته غوره خدمات ترسره کړي دي.

شهباز شريف هم د جنرال نديم رضا لپاره د نيک هيلو څرګندونه وکړه او ورته اعزازي شيلډ ورکړو.

د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال نديم رضا هم د وزيراعظم مننه وكړه۔

Leave a reply