په هیواد کې د بریښنا تولیدي نظام او د سپلایی سیسټم بحال کړې شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
ه تېرې ورځې وروسته په هېواد کې د برېښنا تولید او لېږد رالېږد سیستم بېرته فعال شوی دی.
د پاور ډويژن بيان له مخې د نيشنل ګريډ څخه كراچۍ ته سپلائي شوې بجلي هم په بشپړه توګه بحال كړې شوې او په هېواد كښې د بجلۍ پېداوار او ټرانسميشن نظام بحال كړې شوې۔
دسرچينو ترمخه دا دبريښنا لويې بريک ډون ؤ چې تر ٢٤ؤ ساعتو وروستو هم په مکمله توگه نۀ دى قابو شوى.
سرچینې وايي چې دا په 10 کلونو کې 16م لوی بریک ډاؤن دی چې له امله یې په گرډ سټیشنونو کې فریکونسۍ دوامداره پاتې کیږي.
بل خوا د پاور ډویژن اعلاميه کښې وئيلي شوي دي چې د ملک جنوبي ټرانسميشن سيسټم کښې تصادفي خرابي رامخي ته شوې چې له وجې ئي د بريښنا پلانټونه ګام په ګام غورځيدلي، د بجلئ سپلائي بنديږي نو خرابي به رامخي ته کيږي۔ لرې شوی او بریښنا به ډیر ژر بیرته راستانه شي.
د برېښنا رياست وايي، د سوېلي برېښنا په سيسټم کې د نقص لامل څېړل کېږي او ډېر ژر به د برېښنا سيسټم بېرته ورغول شي.
د دې تر څنګ د واپډ سرچينې وايي، چې د ګوډو په حرارتي برېښنا کې د تخنيکي خرابۍ له امله ټول ٦ يونټونه پرې شوي او د ٨٣٢ ميګاواټه برېښنا له سيسټم څخه وتلې ده، چې له امله يې د برېښنا رسول بند شوى دى.
نورې لیکنې
زه د پاکستان ګوډاګې وزیراعظم جوړیدل نه غواړم، که بیا داسې حکومت راکړل شی نو قبول به ی نه کړم: عمران
وزیراعظم شهباز شریف ا ازبکستان صدر شوکت مرزوف سره ولیدل، په مهمو موضوعاتو ی ورسره ټینګار کړې






